یکنانیوز راپور راکوي، پاپ لیون څوارلسم پرون (د غبرګولي ۲۴مه) د ایران او اسرائیلو له چارواکو وغوښتل چې د وروستیو هوایي بریدونو وروسته په منطق عمل وکړي او خبرې اترې تعقیب کړي.
د راپور پراساس، څوارلسم پاپ په سینټ پیټر کلیسا کې خلکو ته وویل، چې دی په ډېرې اندېښنې سره حالات څاري.
پاپ وویل: په ایران او اسرائیلو کې وضعیت په داسې حساس وخت کې په جدي توګه خراب شوی دی. زه غواړم په ټینګار سره د مسؤلیت او منطق غوښتنه بیا تکرار کړم.
د پاپ غبرګون په داسې حال کې دی، چې تر اوسه پورې بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو چارواکو د صهیونیستي رژیم د دې تجاوزکارانه اقدام په اړه غبرګونونه ښودلی دی.
په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د اروپايي اتحادیې دایمي استازي او سفیر پر ایران د صهیونیستي رژیم ترهګریز برید او په سیمې کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ایټمي تاسیساتو د خوندیتوب او امنیت پر ساتنې ئې ټینګار وکړ.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیراسحاق ډار د صهیونیستي رژیم ترهګریز برید د بشري وجدان د متزلزل کېدو لامل وباله او وې ویل: پاکستان د ایران د اسلامي جمهوریت د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دی.
د ترکیې د پارلیمان مشر هم په ایکس ټولنیزچینل کې په یوه پیغام کې پر ایران د صهیونیستي رژیم برید غندلی دی.
د لیبیا د بهرنیو چارو وزارت هم پرون (شنبې) په یوې اعلامیې کې د صهیونیستي رژیم د جمعې سهار پر ایران هوایي بریدونه په سختو ټکو غندلي او د تاوتریخوالي د سمدستي بندولو غوښتنه کړې ده.
د صهیونیستي رژیم د بریدونو په تعقیب، چې د بېلابېلو هېوادونو له غندنې سره مخ شوي، عبري رسنیو راپور ورکړ، چې د ایران د توغندیز ځواب په پایلې کې تر اوسه کابو ۱۷۰ کسان ټپیان شوي او۱۷ صهیونیستان وژل شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4288526